شمالي کوریا داځل د څو میله راکټ لانجرونو لپاره د کنټرول وړ مرمیو د جوړولو نه خبر ورکړ
شمالي کوریا د څو میله راکټ لانچرونو لپاره یې د نوو"کنټرول وړ مرمیو" او د بالیسټیک کنټرول سیسټم د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
2101145
شمالي کوریا د څو میله راکټ لانچرونو لپاره یې د نوو"کنټرول وړ مرمیو" او د بالیسټیک کنټرول سیسټم د جوړولو نه خبر ورکړی دی.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې چې د شمالي کوریا د دفاعي علومو اکاډمۍ لخوا جوړې شوې د "۲۴۰ ملی ملي متر کیلیبر کنټرول وړ مرمیو" د اصابت او ګټو ارزولو لپاره د بالستیک کنټرول ازموینې انداخت ترسره شو.
خبر کې يادونه شوې چې پرمختللی سيسټمونه به د شمالي کوريا د پوځ د څو میله راکټ لانچر په ظرفيت کې د پام وړ جدي بدلون راولي.
ګومان کیږي چې د دې چټک تخنیکي پرمختګ له امله به د څو میله راکټ لانچر ستراتیژیک ارزښت بیا وارزول شي او د جګړې په ډګر کې به یې ونډه زیاته شي.