په امریکا کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې پنځو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې دغه چورلکه چې له نیواډا څخه کلیفورنیا ته د تګ پر مهال لا درکه شوې وه، غورځېدلې او په کې سپاره پنځه سرتېري وژل شوي دي.
2099818

د CH-53E سوپر سټالیون ډوله پوځي چورلکې چې له نیواډا څخه له پنځو پوځیانو سره د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سان ډیاګو ښار کې د MCAS میرامار هوايي هډې ته د تللو په موخه الوتنه کړې وه او له څه مودې وروسته ورسره اړیکه پرې شوه، وموندل شوه. د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې چورلکه د سان ډیاګو ایالت په سویل ختیځ کې په یوه غرنیزه سیمه کې لویدلې ده. په خبرکې ویل شوي چې په چورلکه کې سپرو ټولو عسکرو ژوند د لاسه ورکړی دی .د سرتیرو مړي موندل شوي دي.