پیسکوف : تورکیې ته د پوتین د سفر د تاریخ د معلومولو په اړه کار دوام لري
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې تورکیې ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې تورکیې ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
پیسکوف دا څرګندونې په پلازمېنه مسکو کې د اوسنیو مسایلو په اړه خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.
تورکیې ته د پوتین د سفر د نیټې په اړه د پوښتنې په ځواب کې پیسکوف وویل:
"تر اوسه نیټه نه ده ټاکل شوې. د لیدنې په اړه موافقه شوې ده، د چمتووالي بهیر دوام لري. موږ د دې لیدنې په تمه یو."
پیسکوف یادونه وکړه چې د دې سفر نیټه به په روسیه کې د مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو او د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصروف کاري مهال ویش په پام کې نیولو سره وټاکل شي.
"کله چې نیټه پای ته ورسیږي، موږ به یې له خپلو شریکانو سره اعلان کړو."
پیسکوف د تورې بحیرې د غلو دهلیز تړون د بیا احیا کولو موضوع ته په اشارې سره وویل چې د روسیې په اړه د دې تړون برخه نه ده عملي شوې او ویې ویل:
"اوس مهال د غلو د تړون د بیا ژوندي کولو لپاره هیڅ دلیل شتون نلري."
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.