ستولتنبرګ : مونږ د روسیې لخوا د ناټو په کوم غړي هیواد د برید ګواښ نه وینو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی داسې پوځي ګواښ نه ویني چې ګواکې روسیه به د ناټو پر یوه هېواد برید وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی داسې پوځي ګواښ نه ویني چې ګواکې روسیه به د ناټو پر یوه هېواد برید وکړي.
ینس سټولټنبرګ د جرمني ARD تلویزیون سره په مرکه کې د ناټو سازمان د راتلونکي لید په اړه ارزونې وکړې.
سټولټنبرګ د دې تورونو په اړه چې "که روسیه د اوکراین جګړه وګټي، دا به د ناټو پر غړي هیواد برید وکړي." وویل ، "موږ د ناټو متحدینو ته سمدستي پوځي ګواښ نه وینو."
د ناټو سرمنشي وویل چې د ناټو سازمان په وروستیو کلونو کې د پام وړ پیاوړې شوی دی .
"البته، سوله په طبیعي توګه نه راځي، که څه هم دا یو احتمالي ګواښ نه دی، خو موږ د دفاع په برخه کې د پام وړ پانګونه کړې ده، موږ د خپلو وسله والو ځواکونو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده. موږ د لومړي ځل لپاره د جګړې واحد بیا تنظیم کړی دی." دا په تاریخ کې د ناټو تر ټولو لوی ځواک دی.
سټولټنبرګ یادونه وکړه چې ناټو هغه نوی واقعیت په رسمیت وپېژاند چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمیا له غیرقانوني الحاق وروسته راڅرګند شو.