زیلینسکي د اروپايي ټولنې نه د اوکراین سره د ۵۰ میلیادر ایرو د مالي مرستې له امله مننه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې نه د اوکراین سره د ۵۰ میلیادر ایرو د مالي مرستې له امله مننه وکړه.

2096536
زیلینسکي د اروپايي ټولنې نه د اوکراین سره د ۵۰ میلیادر ایرو د مالي مرستې له امله مننه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې نه د اوکراین سره د ۵۰ میلیادر ایرو د مالي مرستې له امله مننه وکړه. هغه وویل چې دا مرسته به اوکراین او اروپا دواړه په خپو ودروي.

ولادیمیر زیلینسکي، چې پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و، له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو په ارزښت د ملاتړ د پرېکړې له امله مننه وکړه او ویې ویل:

"دا یوه څرګنده نښه ده چې اوکراین او اروپا به په خپو ودریږي. دا هم ډیره مهمه ده چې دا پریکړه د ۲۷ غړو هیوادونو لخوا په متفقه توګه وشوه. دا د اوکراین لپاره ستاسو د یووالي او ملاتړ یوه بله ښکاره نښه ده."

زیلینسکي د اروپا د بشپړ اعتبار او د هغې د پریکړو اغیزمنتیا ښودلو اړتیا په ګوته کړه او ویې ویل" د روسیې لخوا د اروپا پر خلاف  د اوکراین په جګړه کې  د روسیې د متحد شمالي کوریا د توپخانې مرمۍ او بالستیک توغندي هم شامل شوي دي. روسیه  د ایران د شاهد ډوله (بې پیلوټه الوتکو) سربیره زموږ د شمالي کوریا نه د ترلاسه کړو توپخانو او بالستیک توغندیو سره زمونږ ښارونه په نښه کوي او زموږ ملکي وګړي او زیربنا له مینځه وړي. "استخبارات تاییدوي چې روسیې  به له پیونګ یانګ څخه یو میلیون توپ مرمۍ  ترلاسه کړي."

زیلینسکي د  اروپا لخوا د اوکراین لپاره د یو میلیون توپخانې مرمۍ چمتو کولو پلان ته په اشارې سره اروپايي مشرانو ته  وویل چې ددې پلان په تطبیق کې ډیر ځنډ رامنځته شوی دی.

ولادیمیر زیلینسکي یادونه وکړه چې د اروپايي اتحادیې مشران د اروپا د سولې وجهي صندوق کې د ۴ کلونو لپاره د ۵ میلیارد یورو پانګوونې سره د اوکراین مرستې صندوق رامینځته کولو کې اتفاق ته اړتیا لري.

هغه د دې په یادولو سره چې د جنوري په میاشت کې سویس ته د خپل سفر په جریان کې د سولې د نړیوالې سرمشریزې د ترسره کولو په اړه موافقې ته رسیدلي،  زیلینسکي د اروپايي اتحادیې په مشرانو هم غږ وکړ چې د سرمشریزې په چمتووالي کې فعاله برخه واخلي.



اړوند خبرونه