امریکا د اشغال لاندې فلسطیني خاوره کې د فلسطینیانو سره په زیاتي کوونکو یهودانو بندیزونه لګوي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن  په  اشغال شوې فلسطیني خاوره کې پر هغو افراطي یهودانو د  بندیزونو لګولو اړوند فرمان صادر کړ چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه کار اخلي.

2096473
امریکا د اشغال لاندې فلسطیني خاوره کې د فلسطینیانو سره په زیاتي کوونکو یهودانو بندیزونه لګوي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن  په  اشغال شوې فلسطیني خاوره کې

پر هغو افراطي یهودانو د  بندیزونو لګولو اړوند فرمان صادر کړ چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه کار اخلي.

د سپینې ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې، ولسمشر بایډن هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې په  هغو کسانو چې په لویدیځه غاړه کې امنیت خرابوي بندیزونه لګول کیږي.

د دغه فرمان له مخې، هغه افراطي یهودي ناقلین چې په دې وروستیو کې د اشغال لاندې فسلطیني خاوره کې  د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی، د امریکا د ادارې له خوا پرې بندیزونه لګول کیږي.

هغه کسان چې د بندیزونو په لست کې شاملیږي په امریکا کې د هغوې شتمني کنګلیږي، هغوې ته د امریکا ویزه نه ورکول کیږي، د امریکا د مالي سیستم نه د استفادې اجازه نه ورکول کیږي او د امریکايي وګړو سره يي په هر ډول راکړې ورکړې او تجاري معاملاتو بندیز لګول کیږي.

بایډن په خپله اړونده وینا کې یادونه وکړه چې دوی دا ګام د دې لپاره پورته کړی چې په لویدیځه غاړه کې امنیت او ثبات ګډوډ نشي او په سیمه کې د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي..

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ، ویلي څلور کسان چې نومونه یې د فرمان په چوکاټ کې نه دي ذکر شوي لا دمخه د بندیزونو په لیست کې شامل شوي دي.

د اکتوبر له اوومې راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلي ځواکونو او غیر قانوني یهودانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه