هندوستان یو بل تاریخي جومات هم شهید کړ.
د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلۍ د مهرولي په سیمه کې کې د اخوند جي په نامه تاریخي جومات او مدرسه شهید کړی شول.
هندوستان یو بل تاریخي جومات هم شهید کړ. د هندوستان په پلازمینه نوې ډیلۍ د مهرولي په سیمه کې کې د اخوند جي په نامه تاریخي جومات او مدرسه شهید کړی شول.
د نوموړي جومات ملا امام ذاکر حسین خبري رسنیو ته وویل چې د سهار لمانځه لپاره يي چمتووالی نیولی وو چې په ناڅاپي توګه پولیس جومات ته راداخل شول او هغه ته يي د لمونځ کوونکو او مدرسې د زده کوونکو سره یو ځای د لسو دقیقو په دننه کې د جومات نه د وتلو امر وکړ.
هغه ویل پرته د دې چې د نوي ډیلي پرمختیایی ادارې دوې ته د کوم خبر ورکړي د جومات د خرابولو پریکړه کړې وه . د جومات ملا امام وویل چې حتا شخصي ټيلیفون يي هم د پولیسو لخوا ترینه اخیستل شوی او ضبط شوی دی. حتا ته مونږ ته د جومات نه د قرانکریم د ویستو او اخیستو اجازه هم رانکړې شوه. سمدلاسه د جومات نه وویستل شو او د جومات په ورانولو شروع وشوه.
هغه وویل چې ددې جومات اړوند د بحرالعلموم مدرسې زده کوونکي هم بې برخلیک شول . همداشان د جومات په باغچه کې هدیرې او زیارت هم شتون درلود.
هغه وویل چې د جومات د ړنګولو نه وروسته چارواکیو سمدلاسه د جومات خاورې او ګټې د سیمې نه انتقال کړې ترڅو هیڅډول دلیل پاتې نشي.
ځايي خلکو ویلي، چې دغه جومات د مغولو د امپراتورۍ پر مهال جوړ شوی او چې د ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ کلونو پورې تاریخي لرغونوالی درلود.