شمالي کوریا په دوو نورو هیوادونو کې هم خپل سفارتونه وتړل.

شمالي کوریا په لیبیا او هانګ کانګ کې خپل سفارتونه وتړل

2095539
شمالي کوریا په دوو نورو هیوادونو کې هم خپل سفارتونه وتړل.

شمالي کوریا په دوو نورو هیوادونو کې هم خپل سفارتونه وتړل.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، پدې  وروستیو میاشتو کې په ځینو هېوادونو کې د شمالي کوریا لخوا د  خپلو سفارتونو د تړلو په اړه څرګندونې کړې دي.

دې چارواکي ویلي دي  چې شمالي کوریا په هانګ کانګ او لیبیا کې خپل سفارتونه تړلي دي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، په وروستیو میاشتو کې په ځینو هېوادونو کې د سفارتونو د تړلو له پرېکړې وروسته په بهرنیو هېوادونو کې د شمالي کوریا د دیپلوماتیکو ماموریتونو شمېر له ۵۳ څخه ۴۴ ته راټیټ شوی دی.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې په انګولا، یوګانډا، بنګله دیش، نیپال، اسپانیا، سینیګال او ګیني کې خپل سفارتونه تړلي وو.

پداسې حال کې چې سویلي کوریا د شمالي کوریا پریکړې "د هیواد پروړاندې د نړیوالو بندیزونو له امله رامینځته شوي اقتصادي ستونزې" په توګه ارزوي خو  د پیونګ یانګ ادارې د ۲۰۲۳ په نوامبر کې اعلان وکړ چې دوی "د بدلیدونکي نړیوال چاپیریال او ملي بهرنۍ پالیسۍ سره سم" د نوو ډیپلوماتیکو ماموریتونو د پرانیستو او ځینو د تړولو پریکړه کړې ده .



اړوند خبرونه