په المان کې داځل د  پروټسټینټ په کلیسا کې پر ماشومانو د جنسي تیري کولو راز افشا شو

په آلمان کې ترسره شوې یوې څیړنې ښودلې چې د ۱۹۴۶ میلادي کال راهیسې د  پروټسټینټ په کلیسا کې  په ۹۳۵۵ تنه  ماشومانو او تنکي ځوانانو ممکن جنسي تیری شوی وي.

2093638

دا راپور چې د پروټسټینټ کلیسا په غوښتنه د یوې خپلواکې څیړنېزې ډلې لخوا د ۳ کلونو څیړنو په پایله کې چمتو شوی ، د هانور په ښار کې له خلکو سره شریک شو.

په راپور کې ویل شوي دي چې د پیژندل شوو ۳۴۹۷ تنو تیري کوونکو یا ځورونکو څخه یوه دریمه برخه يي د کلیسا مسؤولین او راهبان تشکیلوي چې ګمان کیږي په ۹۳۵۵ تنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو باندې جنسي تیری کړی وي.

څیړونکي او لیکوال مارټین وازلاویک په ګوته کړه چې دا ارقام ممکن یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. اصلي ارقام کیدای شي چې ددینه ډیر زیات لوړ وي.

له دې مخکې هم د جرمني په کاتولیک کلیسا کې ورته رسوايي څرګنده شوې وه او کلیسا اعلان کړی وو چې قربانیانو ته به مالي تاوان ورکړي.

اړوند خبرونه