تیره ورځ د سقوط شوي د روسیې د پوځي الوتکې په اړه د مسکو او کیف لخوا په یو بل متقابل تورونه
د روسيې او اوکراين ترمنځ د روسيې په بلګورود ښار کې د الوتکې د لوېدو په اړه متقابل تورونه دوام لري.
د روسيې او اوکراين ترمنځ د روسيې په بلګورود ښار کې د الوتکې د لوېدو په اړه متقابل تورونه دوام لري.
مسکو ادعا کوي چې کیف د هغې پېښې مسؤول دی چې تېره ورځ يي له امله ۷۴ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، د اوکراین له لوري د ۶۵ اوکرایني بندیانو په ګډون د ۷۴ کسانو په ګډون د روسیې د الوتکې غورځول یو «وحشیانه عمل» و.
"د کیف د ادارې د جنایي کړنو په اړه باید نړیوالې پلټنې وشي." پیسکوف د نوموړې مسئلې د څیړنې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.
د بله پلوه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي بیا ویلي دي چې دا الوتکه پخپله د مسکو لخوا ویشتل شوې ده.
زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په خپل بیان کې ویلي چې په دې اړه یې د اوکراین له دفاع وزیر، لوی درستیز او استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
"روسیه د اوکرایني بندیانو له ژوند او د هغوی د خپلوانو له احساساتو سره لوبې کوي. دوی غواړي د اوکراین پر ولس فشار راوړي."
زیلینسکي د دې په ټینګار سره چې موندنې به شریکې شي د نړیوالې څیړنې غوښتنه وکړه. هغه دا هم وویل هغه الوتکې چې یو ګواښ ګڼل کیږي خامخا له منځه وړل کیږي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د روسیې د بیلګوروډ په سیمه کې د روسیې د وسله والو ځواکونو اړوند د یوې اي ایل ۷۶ ډوله الوتکې د غورځیدو نه چې ۶۵ اوکرایني جنګي اسیرانو، ۶ تنو د الوتکې خدمې او ۳ تنو ملو پوځیانو شتون درلود د سقوط خبر ورکړ شو. روسیې ویلي دي چې پدې پیښه کې په الوتکه کې موجودو ټولو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. روسیې ادعا وکړه چې الوتکه د اوکرایني ځواکونو لخوا ویشتل شوې ده.