په مالي کې د سروزرو یو کان د نړېدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په افریقا کې د سرو زرو دریم ستر تولیدونکي هیواد مالي کې د سرو زرو د یوه ناقانونه کان د نړېدو له امله ۷۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
2093114
په مالي کې د سروزرو یو کان د نړېدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په افریقا کې د سرو زرو دریم ستر تولیدونکي هیواد مالي کې د سرو زرو د یوه ناقانونه کان د نړېدو له امله ۷۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د مالي د کانونو د رياست يوه لوړپوړي چارواکي وويل، د سرو زرو يو کان چې په ناقانونه توګه کار کوي په جنوب لويديځ د کوليکورو په ولسوالۍ کې نړېدلى دى.
چارواکي یادونه وکړه چې په پیښه کې لږ تر لږه ۷۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
ویل کیږي پدې کان کې تر ۲۰۰ تنو ډیرو کارګرانو کار کولو چې تر اوسه پورې د ۷۳ تنو مړي موندل شوي دي.
په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات دوام لري.