په کاناډا کې یوې الوتکې سقوط وکړ.

د کاناډا په شمال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2093128
په کاناډا کې یوې الوتکې سقوط وکړ.

په کاناډا کې یوې الوتکې سقوط وکړ.

د کاناډا په شمال کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کاناډايي رسنیو د خبر له مخې، دغه کوچنۍ الوتکه چې له یوه خصوصي شرکت څخه په کرایه نیول شوې وه، له شمالي ښارګوټي فورټ سمېت څخه تر الوتنې لږ وروسته په خالي سیمه کې ولوېده.

په الوتکه کې د ۴ مسافرینو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او یو تن ژوندی ژغورل  شوی او په روغتون کې بستر دی.

ویل کیږي په پیښه کې وژل شوي کسان په سیمه کې د یو کان کارګران وو.



اړوند خبرونه