شمالي کوریا د ژیړې بحیرې پر لور کروز توغندي توغولي دي.
سویلي کوریا : شمالي کوریا د سپتمبر د میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره کروز توغندي وازمایل
شمالي کوریا د ژیړې بحیرې پر لور کروز توغندي توغولي دي.
د سویلي کوریا د لوی درستیز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا توغندي په ځایی وخت شاوخوا ۷ بجې توغول شوي او زیاته شوې ده چې د شمالي کوریا لخوا د سپټمبر له میاشتې وروسته دا لومړی ځل دی چې کروز توغنديو ازموینه وکړه.
په بیان کې ویل شوي چې جنوبي کوریا د خپلو اماده باشو ځواکونو کچه لوړه کړې ده "موږ د شمالي کوریا د پاروونکو اقداماتو د څارنې لپاره د امریکا سره په همکارۍ کار کوو."
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «هوسال-۱ یا هوسال-۲ ډوله توغندي چې اټکل کیږي له ځمکې څخه توغول شوي وي او دقیق شمیر یې نه دی څرګند شوی، لنډ واټنه توغندي ندي».
د شمالي کوريا د خبري اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوریا وسله والو ځواکونو د جنورۍ په ۱۹مه نیټه د «Haeil-5-23» په نامه اوبو لاندې د اټومي وسلو سيستم په بریالیتوب سره وازمایه.