په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډو بریدونه دوام لري
د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو باندې چې د امریکايي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي، برید شوی دی.
د سوریې په ختیځ دیرالزور ولایت کې د کونیکو د ګازو په تاسیساتو باندې چې د امریکايي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي، برید شوی دی.
د کونیکو د ګازو پر تاسیساتو د توغندیو برید شوی دی.
پدې برید کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د ویلو ده چې د روان کال د پيل راهیسې په هسکه او دیروزور کې د امریکايي ځواکونو پر هډو د ډرون او توغندیو بریدونه کیږي.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) خبر ورکړی چې د جنورۍ په ۲۰مه په عراق کې د عین الاسد پر پوځي هډه چې امریکايي پوځیان پکې ځای پر ځای دي، د بالستیک توغندیو او راکټونو برید شوی. پنټاګون ویلي دي چې دا برید تر تر اوسه ترسره شوو بریدونو تر ټولو ستر برید وو.
د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سنګ د عراق په الانبار ولایت کې د عین الاسد په پوځي هډه کې چې امریکايي پوځیان پکې میشت دي، د اونۍ په پای کې د برید په اړه ارزونې وکړې.
سینګ څرګنده کړه چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکايي پوځیانو پر اډو ۱۴۳ بریدونه شوي دي، او ویلي یې دي چې د جنورۍ د ۲۰مې برید "د هغه څه په پرتله چې مخکې مو لیدلي یو لوی برید و."
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په ویب پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنورۍ په ۲۰مه په سیمه ییز وخت د ماښام د ۶ نیمو بجو په شاوخوا کې د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد پر پوځي هډې د ایران ملاتړو وسله والو څو بالستیک توغندي او راکټونه وتوغول.