د آلمان په پوځ کې د بهرنیو سرتیرو دوره پيلیږي.

د آلمان پوځ د پرسونل د کمښت سره مخامخ دی

2091807
د آلمان په پوځ کې د بهرنیو سرتیرو دوره پيلیږي.

د آلمان په پوځ کې د بهرنیو سرتیرو دوره پيلیږي.

د آلمان پوځ د پرسونل د کمښت د ستونزې سره مخامخ شوی دی. د آلمان په پارلمان کې  د مسیحي اتحاد ګوندونه  او د آزاد دیموکراتیک ګوند  په پوځ کې د پرسونل د کمښت د مخنیوي په خاطر د اروپايي هیوادونو نه د پوځ لپاره د سرتیرو د نیولو غوښتنه کړې ده. نوموړو ګوندونو ویلي دي چې د پوځ د پرسونل کمښت کولی شو چې د هغه کسانو د استخدام سره چې د جرمني پاسپورت نلري حل کړي.

د آلمان د فدرالي پارلمان  د دفاعي کمیسیون مشرې ماری اګنیس سټراک، دا نظر څرګند کړ چې پوځ   باید په استخدام کې "ډیر اروپایی فکر وکړي". سټریک په دې برخه کې څرګنده کړه چې هغه عسکر چې الماني پاسپورټ نه لري هم په پوځ کې د خدمت لپاره وګمارل شي.

د مسیحي یووالي ګوند څخه جوهان وینډیپول هم څرګنده کړه چې دوی د دې مسلې په اړه مثبت نظر لري. د بله پلوه  د یووالي ګوند سیاستوال د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي دي چې پدې برخه کې  د ځینو مسلو روښانه کولو ته اړتیا لري، او تر ټولو مهمه دا ده چې ایا دا سرتیري  به یوازې د اروپايي اتحادیې اتباعو او د ناټو د غړو هیوادونو سرتیرو څخه وټاکل شي یا له دې پرته د نورو هیوادونو څخه هم کولی شو چې سرتیري استخدام کړو.


پيوندونه: #پرسونل , #پوځ , #جرمني

اړوند خبرونه