شمالي کوریا د تحت البحري اټومي وسلو سیستم د ازمایلو نه خبر ورکړی دی
شمالي کوریا ادارې اعلان وکړ چې د کوریا ټاپووزمې په سویل کې د سویلي کوریا ، امریکا او جاپان ګډو سمندري تطبیقاتو په ځواب کې یې د " تحت البحري اټومي وسلو سیسټم" په بریالیتوب سره وازمایه.
شمالي کوریا ادارې اعلان وکړ چې د کوریا ټاپووزمې په سویل کې د سویلي کوریا ، امریکا او جاپان ګډو سمندري تطبیقاتو په ځواب کې یې د " تحت البحري اټومي وسلو سیسټم" په بریالیتوب سره وازمایه.
د شمالي کوریا د خبري اژانس د خبر له مخې، د هایل-۵-۲۳ په نوم د تحت البحري یا اوبو لاندې اټومي وسلو سیستم چې د دفاعي علومو د اکاډمۍ له خوا جوړ شوی، د کوریا ټاپووزمې په ختیځ کې ازمویل شوی دی.
که څه هم په خبر کې دا نه دي ویل شوي چې دا ازموینه کله ترسره شوه، خو د دفاع وزارت یوه ویاند چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، زموږ د پوځ د اوبو لاندې د اټومي ځوابي وړتیا نوره هم لوړه شوې ده او په سمندر او سمندر لاندې د امریکا او د هغوې د متحدینو د دښمنانه مانورنو د مخنیوي په خاطر به زموږ عملیات دوام ولري.
داسې ادعا کیږي چې شمالي کوریا اټومي سرګلولې لرونکي تحت البحري ډرون سیستمونه ازمایلي دي.
د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان سمندري ځواکونو د دسمبر په ۱۵ او ۱۷ نیټو ترمنځه د کوریا ټاپووزمې په جنوب کې ګډ سمندري تمرینات ترسره کړل.