په تایلنډ کې د هوايي فشنګانو  په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

په تایلنډ کې د هوايي فشنګانو  په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2090244
په تایلنډ کې د هوايي فشنګانو  په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

په تایلنډ کې د هوايي فشنګانو  په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د لټون او ژغورنې ډلو لخوا په جاري شوي بيان کې يادونه شوې چې د سوفان بوري په ښار کې د هوايي فشنګانو په فابریکه  کې چاودنه شوې ده.

د بنکاک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې چارواکو ویلي چې په چاودنه کې ۲۲ تنو کارګران وژل شوي دي.

چارواکو یادونه وکړه چې د فابریکې د قانوني مقرراتو سره سم عمل څیړل شوی او احتمالي غفلت په اړه احتمال به هم وڅیړل شي.

په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه ښیې چې فابریکه د کارونې وړ نه وه. په همدې فابریکه کې د ۲۰۲۲ کال په نوامبر میاشت  کې هم چاودنه شوې وه  او یو کس پکې وژل شوی وو.


پيوندونه: #چاودنه , #ټایلنډ

اړوند خبرونه