د امریکا او انګلستان هوايي ځواکونو د یمن پر پنځو ښارونو هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا او انګلستان جنګي الوتکو د یمن د صعده، ذمار، حدیده، تعز او بیضا ښارونه په نښه کړل.
د امریکا او انګلستان هوايي ځواکونو د یمن پر پنځو ښارونو هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا او انګلستان جنګي الوتکو د صعده، ذمار، حدیده، تعز او بیضا ښارونه په نښه کړل.
د بریدونو په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي.
د بله پلوه په یمن کې حوثيانو اعلان وکړ چې دوی د عدن په خلیج کې د مناسبو سمندري توغندیو سره د امریکا په یوې کښتۍ مخامخ بریدونه کړي او په نښه کړې ده ".
په یمن کې د حوثیانو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ،
"موږ به د یمن د مشروع دفاع او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ ته د دوام ورکولو په چوکاټ کې په عربي سمندر او بحر الاحمر کې د ټولو ګواښونو سرچینې په نښه کولو څخه ډډه ونه کړو."
په بیان کې ويل شوي چې "د امريکا او انګلستان د بريدونو ځواب ورکړ شوی او نوي بريدونه به يي هم بې ځوابه او بې سزا پاتې نه شي."
د امریکا حکومت په یمن کې د حوثيانو د انصارالله غورځنګ په بحر الاحمر کې د خپلو بریدونو له امله د «بهرني تروریستي سازمان» په نوملړ کې شامل کړ.
په یمن کې حوثيان چې د ایران ملاتړ تر شا لري، د یمن په سواحلو کې د هغو سوداګریزو کښتیو نیول پیل کړي چې د دوی په خبره له اسرائیلي شرکتونو سره تړاو لري . د اکتوبر په ۳۱مه یې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر ځینو کښتیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.
امریکايي ځواکونو ویلي، چې دوی په دې موده کې څو ځلې له یمن څخه توغول شوي توغندي او کامیکاز ډرون ویشتلي دي.
د حوثیانو د کړنو په تعقیب، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په بحر الاحمر کې خپل سفرونه ودروي.