مکرون : مونږ د حوثیانو پر خلاف ائتلاف کې ګډون ونکړ ځکه چې د سیمه ایز تاوتریخوالي مخالف یو

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې دوی په یمن کې د حوثي یاغیانو د کړنو پر وړاندې په سور سمندرګي کې په جوړ شوي نړیوال ایتلاف کې ځکه ګډون نه کوي چې دوی نه غواړي تاوتریخوالی زیات شي.

2089861
مکرون : مونږ د حوثیانو پر خلاف ائتلاف کې ګډون ونکړ ځکه چې د سیمه ایز تاوتریخوالي مخالف یو

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې دوی په یمن کې د حوثي یاغیانو د کړنو پر وړاندې په سور سمندرګي کې په جوړ شوي نړیوال ایتلاف کې ځکه ګډون نه کوي چې دوی نه غواړي تاوتریخوالی زیات شي.

ایمانویل مکرون په پلازمینه پاریس کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې، په غزه باندې د اسرائیلو د بریدونو وروسته په سور سمندر کې د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ ارزونه وکړه.

د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف تیره اونۍ په یمن باندې د لومړنیو بریدونو په اعلانولو سره، د واشنګټن ادارې په دغه ایتلاف کې د شاوخوا لسو هیوادونو نومونه شامل کړل.

کله چې یوه خبریال وپوښتل چې ولې فرانسه په دې لیست کې نه ده شامله شوې، ولسمشر مکرون وویل چې دوی د یمن په وړاندې په بحرالاحمر کې د نړیوال ایتلاف په بریدونو کې برخه نه وه اخیستې ځکه چې دوی د سیمه ایز تاو تریخوالو څخه ډډه کړې.

"ځکه چې موږ د هر ډول تاوتریخوالی د مخنیوي هڅه کوو ." هغه ټینګار وکړ چې دا مسله باید په دیپلوماتیکه توګه حل شي، نه په نظامي.

مکرون پر غزې د اسرائیلو د بې توپیره بریدونو په اړه وویل چې، دا بریدونه د اوږدې مودې لپاره د امنیت له پلوه اسرائیلو ته زیان رسولی شي.

مکرون وویل چې دوی به په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.

په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې په یمن کې د حوثي یاغیانو د وروستیو اقداماتو وروسته، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په سره سمندر کې خپل سفرونه ودروي.

د دسمبر په ۱۸ ، امریکا اعلان وکړ چې په سره سمندر کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې په یمن کې د حوثي ځواکونو د بریدونو پروړاندې د "د فلاح ساتونکي عملیاتو" په نوم یو څو ملیتي ائتلاف رامینځته شوی.



اړوند خبرونه