د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر چو سون هوی سره وکتل.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې مسکو ته سفر کړی
2089611
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر چو سون هوی سره وکتل.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پوتین په پلازمېنه مسکو کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرې چاو سره وکتل.
په دې غونډه کې د کریملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ګډون کړی وو.
لاوروف او چاو پوتین ته د پرونۍ غونډې د پایلو په اړه معلومات ورکړل.