په مکسیکو کې په سلګونو تنه کډوال د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول
د مکسیکو په تالکس کالا ایالت کې ۷۲۶ کډوال چې د انساني قاچاقبرانو له خوا تښتول شوي او برمته نیول شوي وو، وژغورل شول.
2089192
د مکسیکو په تالکس کالا ایالت کې ۷۲۶ کډوال چې د انساني قاچاقبرانو له خوا تښتول شوي او برمته نیول شوي وو، وژغورل شول.
د مکسیکو د رسنیو د خبر له مخې، پولیسو د ایالت تالکس کالا ایالت د سان انتونیو کواکسومولکو ښارګوټي کې په یوه ګودام چې په سلګونو تنه تښتول شوي او برمته شوي کډوال پکې ساتل کیدل عملیات ترسره کړل.
د عملیاتو په نتیجه کې د ۷۵ ماشومانو په ګډون ۷۲۶ کډوال د امنیتي ځواکونو له خوا وژغورل شول او ۴ انسان قاچاقبران ونیول شول.
د اتباعو د امنیت سکرتریت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کډوال روغ رمټ ژغورل شوي .
ویل کیږي د نوموړو کډوالو نه ځینې چې بې اوبو او بې اکسیجنه پاتې شوي دي په روغتون کې درملنې لاندې قرار لري.