شمالي کوریا د ۲۰۲۴ کال کې خپل لومړنی منځ واټنه بالستیک توغندی وازمایه
شمالي کوریا د هایپرسونیک جنګي سرګلولې لرونکی او د جامدو تیلو سره کارکوونکی منځني واټنه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ.
شمالي کوریا د هایپرسونیک جنګي سرګلولې لرونکی او د جامدو تیلو سره کارکوونکی منځني واټنه بالستیک توغندي په بریالیتوب سره د ازمایلو نه خبر ورکړ.
د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس په وینا، د منځني واټن توغندي ازموینه چې "د هایپرسونیک سرګلولې ، مانور وړ چټک کنټرول وړتیا لري، او همدارنګه د نوي پرمختللي لوړ فشار لرونکي جامد تیلو انجنونو د خوندیتوب د معلومو په موخه ترسره شو."
د شمالي کوریا د ملي هوايي او فضا پراختیايي ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پرون د هایپرسونیک سرګلولې سره د منځني واټن توغندي ازموینه "د نوي وسلو پراختیا لپاره د دفاعي صنعت د منظم فعالیتونو برخه وه."
په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه ازموينه د ګاونډيو هېوادونو پر امنيت اغېز نه کوي او د سيمې له حالاتو سره يې هېڅ تړاو نه لري او ادعا يې کړې، چې دا ازموينه د خپلو موخو له مخې په بريالۍ توګه ترسره شوې ده.
جنوبي کوریا او جاپان اعلان وکړ چې پرون د شمالي کوریا لخوا توغول شوی توغندی د ۲۰۲۴ کال لومړنی بالستیک توغندی و.
شمالي کوریا وروستی ځل د ډسمبر په ۱۷مه د لنډ واټن ویشتونکی بالستیک توغندی او د ډسمبر په ۱۸مه یو بین البراعظمي بالستیک توغندی "Hwasong-18" ازمویلي وو.