امریکا د ایران نه په بحرالاحمر کې ددوې توقیف کړې د تیلو ټانکر کښتۍ د خوشې کولو غوښتنه وکړه
امریکا د ایران له خوا د یوې امریکايي تیلو ټانکر کښتۍ نیول غندلي او له عملې سره یې یو ځای د ټانکر کښتۍ د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
امریکا د ایران له خوا د یوې امریکايي تیلو ټانکر کښتۍ نیول غندلي او له عملې سره یې یو ځای د ټانکر کښتۍ د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل په یوه ورځني خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
پټیل ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې د تیلو وړونکې کښتۍ د عمان په خلیج کې په قانوني توګه د تیریدو پر مهال د ایران لخوا نیول شوي ده . د ایران حکومت باید ژر تر ژره دغه کښتۍ او عمله خوشې کړي.
هغه د دې په یادولو سره چې په بحرالاحمر کې ۳۰ سلنه سوداګریزې کښتۍ له هغې سیمې تیریږي چیرې چې دا کښتۍ د ایران لخوا توقیف شوې ، دا ډول کړنې به د ایران او همدارنګه د سمندري سوداګرۍ په برخه کې د سیمه ایز او نړیوال اقتصاد لپاره ناڅرګندتیا رامینځته کړي.
د ویاند مرستیال وویل "د دې په څیر بې بنسټه، پارونکي عملونه نړیوال اقتصاد ته ګواښ دی او باید ودرول شي."
د ایران د سمندري ځواکونو لخوا پرون په یوه خپور شوي بیان کې راغلي دي: د ایران د سمندري ځواکونو د قضايي حکم له مخې د عمان په سمندر کې د امریکا د تیلو یوه کښتۍ ونیوله.