د امریکا او انګلستان جنګی الوتکو د یمن په څو ښارونو کې په ځینو مرکزونو هوایی بریدونه وکړل .
امریکا او انګلستان په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو هوايي بریدونه وکړل
د امریکا او انګلستان جنګی الوتکو د یمن په څو ښارونو کې په ځینو مرکزونو هوایی بریدونه وکړل .
د یمن له سیمه ایزو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د امریکا او انګلستان جنګی الوتکو تیره شپه د یمن د پلازمینې صنعا، الحدیده او تعز ښارونو په ځینو سیمو باندې هوایی بریدونه وکړل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حوثیانو په ځینو مرکزونو د هوایی بریدونو په اړه یو خپور کړي بیان کې ویلي دي "نن زما په لارښوونه، د امریکا پوځي ځواکونو د انګلستان ،استرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه وکړل. "
هغه ویلي دي چې دا بریدونه په بحرالاحمر کې د حوثیانو نه د غچ اخیستو په خاطر ترسره شوي دي . بایډن یادونه وکړه چې دوی د نړیوال ایتلاف سره یو ځای د حوثیانو بریدونو ته ته ځواب ووایه چې پدې وروستیو کې ترسره کړي وو. د ویلو ده چې حوثیانو جنوري په نهمه نیټه په مستقیم ډول امریکایي کښتۍ په نښه کړې وې.
"په یمن کې دا بریدونه یو څرګند پیغام دی چې امریکا او د هغې متحدین به د نړۍ په یوه خورا مهم سوداګریزه لاره کې د بحري تګ راتګ ازادي له خطر سره مخ کول او او په خپل پرسونل بریدونه هیڅکله هم ونه زغمي." جو بایډن ټینګار وکړ چې "هغه به د اړتیا په صورت کې د نورو اقداماتو څخه ډډه ونکړي."
د انګلستان لومړي وزیر ریشي سوناک هم په خپور کړي بیان کې ، یادونه کړې چې حوثي یاغیانو د نړیوالې ټولنې له پرله پسې خبرداریو سره سره پدې اونۍ کې په بحرالاحمر کې د انګلستان او امریکا جنګي کښتیو باندې بریدونو ته دوام ورکړ.
"دا د منلو وړ نه ده. انګلستان تل د تګ راتګ د ازادۍ او د سوداګرۍ د آزاد جریان دفاع کوي. له همدې امله موږ د حوثیانو د پوځي وړتیاو د کمزوري کولو او د نړیوالو بیړیو د ساتنې په هدف د هالنډ، کاناډا او بحرین په غیر عملیاتي ملاتړ سره محدود، اړین او متناسب اقدام په چوکاټ کې په ځینو هدفونو بریدونه وکړل"
د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین یادونه وکړه چې د حوثیانو په بې پیلوټه الوتکو، بالیسټیک او کروز توغنديو، او د رادار او څارنې هدفونه يي په نښه کړي.
ځینو چارواکو چې امریکايي رسنیو ته یې وینا کوله ویلي چې د امریکا او انګلستان پوځ لږ تر لږه ۱۲ حوثي اهداف په نښه کړي او دا بریدونه د جنګي الوتکو او توماهاوک توغندیو په مرسته ترسره شوي دي.
په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې د سوداګریزو کښتیو په وړاندې په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو د اقداماتو وروسته، ډیری بار وړونکو شرکتونو پریکړه وکړه چې په بحرالاحمر کې خپل سفرونه ودروي.