شمالي کوریا سویلي کوریا د خپل ستر دښمن دولت په توګه اعلان کړ
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل ، د دې وخت رارسېدلی چې سویلي کوریا د یو " دښمن دولت" په توګه اعلان کړي.
2086629
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل ، د دې وخت رارسېدلی چې سویلي کوریا د یو " دښمن دولت" په توګه اعلان کړي.
د کوریا د مرکزي خبري اژانس په وینا، کیم جونګ اون دا څرګندونې د وسلو له فابریکو څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
کیم د سویلي کوریا حکومت جګړې او وسلو سیالۍ ته د لمن وهلو په تورن کړ.
د شمالي کوریا مشر همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ خرابېدونکي اړیکي د "بدلون نوی پړاو" او یو "ناگزیر حقیقت" وباله.
کیم وویل چې دوی به د کوریا په ټاپو وزمه کې کومه لویه یو اړخیزه پیښه رامینځته نکړي ، مګر ټینګار یې وکړ چې دوی د جګړې څخه د تیښتې اراده هم نلري.