د امریکا د تکساس ایالت د فورټ ورټ په سیمه کې په یو هوټل کې درنده چاودنه وشوه.
په تکساس کې په یو هوټل کې چاودنه شوې
2086102
د امریکا د تکساس ایالت د فورټ ورټ په سیمه کې په یو هوټل کې درنده چاودنه وشوه.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې د ماښام د ۶ بجو په ساعتونو کې د ټکساس ایالت د فورټ ورټ په سیمه کې د ډون ټاون په هوټل کې چاودنه شوې چې له امله يي لږ تر لږه ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې میډ ستار په نامه ادارې چې امبولانس او لومړنیو روغتیايي خدماتو چارې په غاړه لري ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د بله پلوه د سیمې د اور وژنې ادارې لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو نه داسې ښکاري چې دا چاودنه د ګازو له امله رامنځته شوي وي. خو بیا هم د پيښې په ځای کې تحقیقات دوام لري.
ویل کیږي چاودنې هوټل ودانۍ ته هم زیان رسولی دی.