په بنګله دیش کې د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

د بنګله دېش د کاکس بازار په کمپ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا اوه زره روهینګیايي مسلمانان بې کوره شوي دي.

2085431
په بنګله دیش کې د روهینګیايي مسلمانانو په کمپ کې اورلګیدنه رامنځته شوې

د بنګله دېش د کاکس بازار په کمپ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا اوه زره روهینګیايي مسلمانان بې کوره شوي دي.

د کاکس بازار ښار په ۵ نمبر کمپ کې تېره شپه اورلګیدنه رامنځته شوه  چې په بنګله دېش کې تر یو میلیون ډېر روهینګیايي  مسلمانان پکې مېشت دي، چې ډېری یې په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار له پوځي عملیاتو تښتېدلي دي.

ویل کیږي په لږ وخت کې د اور لګېدنې له امله نږدې ۸۰۰ کورونه سوځېدلي او شاوخوا ۷ زره روهینګیایي مسلمانان بې کوره شوي دي. پدې اورلګیدنه کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

اورلګیدنه له ۳ ساعتونو وروسته تر کنټرول لاندې راغله.

د اور په لمبو کې د کورونو ترڅنګ ګڼ شمېر تاسیسات لکه د روزنې مرکزونه هم سوځېدلي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNCHR) له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اور لګېدنې له امله د جوماتونو او روغتيايي مرکزونو په ګډون شاوخوا ١٢٠ ودانۍ زيانمنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي "د اور لګېدنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او دولتي چارواکو موږ ته ډاډ راکړی چې د اور د لګېدو د علت په اړه به پلټنې وشي."

د ویلو ده چې  د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې په کاکس بازار کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شول او تر ۱۰ زرو ډېر کورونه د اور په لمبو کې سوځیدلي وو.

د تېر کال په اورلګېدنه کې شاوخوا ۲۸۰۰ کورونه سوځېدلي او ۱۲ زره کسان بې کوره شوي وو.

د اور وژنې پلټنو څرګنده کړه چې دا پیښه "پلان شوې تخریب" وه.



اړوند خبرونه