روسیه هغه بهرنیو وګړو ته چې په اوکراین کې روسیې لپاره وجنګیږي تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه بهرنیو وګړو لپاره چې په اوکراین کې د روسیې لپاره جنګیږي د روسیې د تابعیت ورکولو امر وکړ.
2084477
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه بهرنیو وګړو لپاره چې په اوکراین کې د روسیې لپاره جنګیږي د روسیې د تابعیت ورکولو امر وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو فرمان په صادرولو سره په اوکراین کې د روسیې لپاره جنګیدونکو بهرنیو اتباعو او د هغوی کورنیو د روسیې د تابعیت ورکولو امر وکړ.
د دې حکم له مخې، هغه خلک چې په اوکراین کې د مسکو د "ځانګړو پوځي عملیاتو" په ترڅ کې په اوکراین په جګړه کې د ګډون په موخه د روسیې له پوځ سره تړونونه لاسلیک کړي، کولی شي د خپل ځان، خپلې میرمنې، ماشومانو او والدینو لپاره د روسیې تابعیت او پاسپورت غوښتنه وکړي.
ددې فرمان له مخې هغه کسان چې لږ تر لږه د یو کال لپاره په اوکراین کې د روسیې لپاره په جګړه کې ګډون وکړي دا حق ترلاسه کوي.