امریکا: روسیې د شمالي کوریا نه اخیستو توغندیو سره په اوکراین برید کړی
د امریکا شمالي کوریا روسیې ته د بالیسټیک توغندیو او د توغندیو لانچرونو په ورکولو تورن کړ.
د امریکا شمالي کوریا روسیې ته د بالیسټیک توغندیو او د توغندیو لانچرونو په ورکولو تورن کړ. امریکا ادعا کوي د مسکو لخوا دا توغندي د اوکراین پر خلاف کارول شوي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د روسیې او شمالي کوریا د وروستیو اړیکو په اړه ارزونه وکړه.
کربي وویل، د امریکا له بندیزونو وروسته د وسلو او مهماتو د تدارک په برخه کې په روسیې ساحه تنګه شوې ده او په سیمه کې یې له خپلو شریکانو د لا زیاتې پوځي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کربي شمالي کوریا په دې بهیر کې روسیې ته د بالستیک توغندیو په ورکولو تورن کړ.
"هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي ښیې چې د کوریا دیموکراتیک جمهوریت په دې وروستیو کې روسیې ته بالیسټیک توغندي او د توغندیو لانچرونه ورکړي دي. روسي ځواکونو د دسمبر په ۳۰ د شمالي کوریا څخه د ترلاسه کړو توغندیو نه لږ تر لږه یو په اوکراین کارولی دی."
کربي وویل چې دوی معلومه کړې چې روسیې د جنورۍ په دوهمه هم پر اوکراین د شمالي کوریا نه د اخیستو توغندیو سره بریدونه کړي دي. هغه ویلي دي چې دوې دا پروسه له نږدې څاري.