د امریکا په لوا ایالت کې پر یوه ښوونځي وسله وال برید شوی دی.
په امریکا کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی
2084772
د امریکا په لوا ایالت کې پر یوه ښوونځي وسله وال برید شوی دی.
ویل کیږي پدې برید کې یو تن مړ او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د لوا ایالت پوليسو لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي ، بريد کوونکى چې هم د همدې ښوونځي زده کوونکو وو په برید کې خپله هم ټپي شوی وو چې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې ۵ تنه ټپیان شوي دي .
د دالاس کاونټي د پولیسو مشر ویلي دي چې په ښوونځي کې لږ شمیر زده کونکي او ښوونکي شتون درلود ځکه چې برید د ټولګي وخت څخه مخکې شوی.
د برید انګیزه معلومه نده. د برید په اړه څیړنې پيل شوي دي.