په امریکا کې د یو جومات ملا امام د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د یو جومات پر امام حسن شریف مرګونی برید وشو.
2084034
په امریکا کې د یو جومات ملا امام د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د یو جومات پر امام حسن شریف مرګونی برید وشو.
د نیوجرسي په نیوارک ښار کې د محمد په نامه د جومات پر امام حسن شریف سهار وختي د جومات مخې ته د نامعلومو کسانو له خوا وسله وال برید وشو.
د جومات ملا امام چې پدې برید کې سخت ټپي شوی وو په روغتون کې ساه ورکړه.
پوليسو د بريدګر یا بریدګرو د نيولو لپاره په پراخه کچه عمليات پيل کړي او امنيتي تدابير يې هم سخت کړي دي.
که څه هم د برید لامل نه دی څرګند، خو د برید په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې او د اسرائیلو لخوا په غزه کې د روانو ظلمونو له امله امریکا کې د مسلمانانو او یهودي ټولنو ترمنځه کرکه او نفرت مخ په زیاتیدو دی.