امریکا : د شمالي کوریا سره د دښمنۍ اراده نلرو
امریکا د شمالي کوریا د ولسمشر لخوا خپلو پوځونو ته د امریکا د احتمالي حملو پر وړاندې د جګړې د چمتووالي د چټکولو د امر ورکولو نه وروسته وویل چې ، د شمالي کوریا سره د دښمنۍ اراده نلري.
امریکا د شمالي کوریا د ولسمشر لخوا خپلو پوځونو ته د امریکا د احتمالي حملو پر وړاندې د جګړې د چمتووالي د چټکولو د امر ورکولو نه وروسته وویل چې ، د شمالي کوریا سره د دښمنۍ اراده نلري.
د یونهاپ د خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ، د شمالي کوریا لخوا په بې ساري ډول د بالستیک توغندیو د ازمویلو سره سره امریکا ډیپلوماسۍ ته ژمنه ده ."
په خبر کې یادونه شوې چې امریکا غواړي د پیونګ یانګ له ادارې سره په "غیر مشروط ډول خبرې اترې" وکړي او زیاته یې کړه: "امریکا د شمالي کوریا په وړاندې د دښمنۍ اراده نه لري."
په خبر کې یادونه شوې چې امریکا د شمالي کوریا سره د مذاکراتو د لارې چارې د لټولو ترڅنګ ، ددې هیواد د بریدګرۍ نه لاس په سر کولو او د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو نه د سرغړونو په اړه د سویلي کوریا، جاپان او نورو شریکانو سره تماسونو ته دوام ورکوي."
د سویلي کوریا لوی درستیز اعلان وکړ چې شمالي کوریا د دسمبر په ۱۷ د جاپان بحر (ختیځ بحر) ته بالستیک توغندی وتوغوه او د جاپان دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې شمالي کوریا د بحر په لور یو بین البراعظمي بالیسټیک توغندی توغولی.
د سویلي کوریا د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې هغه سیسټم چې په ورته وخت کې به د امریکا او جاپان او شمالي کوریا ترمنځ د توغندیو د توغولو فعالیتونو په اړه خبرداری معلوماتو ورکړي په لاره واچول شي.
د ویلو ده چې نوموړو ۳ هیوادونو د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په میاشت کې ددې سیستم د جوړولو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.