د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په غزه کې د ملکي وګړو د ډیرو درنو زیانونو په اړه اندیښنه وښوده.

د فرانسې د ولسمشرۍ  ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مکرون د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د غزې او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

2081691

په بیان کې ویل شوي چې مکرون نتنیاهو ته وویل چې هغه په ​​غزه کې د ملکي وګړو د ډیر درنو  زیانونو او هلته د بیړني بشري وضعیت په اړه اندیښمن دی.

په خبرپاڼه  کې ويل شوي چې مکرون يادونه وکړه چې اسرائيل د ملکيانو د ساتنې مکلفيت لري او د فرانسې ولسمشر ټينګار وکړ چې د غزې خلکو ته د اړتيا وړ مرستې رسول یوه جدي اړتيا ده.

په بیان کې ویل شوي چې ایمانویل مکرون دا خبره وکړه چې موږ باید د ټولو نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو په مرسته د دایمي اوربند لپاره کار وکړو.

فرانسه به په راتلونکو ورځو کې له اردن سره په ګډه په غزه کې د بشري مرستو عملیات ترسره کړي.

په بیان کې راغلي چې د فرانسې مشر ټینګار وکړ چې اسرائیل باید د فلسطیني ملکي وګړو په وړاندې د یهودي ناقلینو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او په لویدیځه غاړه کې د نوي میشت ځایونو د جوړولو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي ځکه چې دا وضعیت د دوه دولتونو حل د ستونزو سره مخامخوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مکرون ویلي دي  چې هېواد یې ایران او ورسره تړلو ډلو ته یې پیغام ورکړی چې له جګړې څخه دې لرې پاتې شي، تر څو سیمې ته د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

له بلې خوا، په بیان کې ویل شوي چې ماکرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک بشپړ پلي کولو اهمیت ته پاملرنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک له اسرائیلو څخه غواړي چې د نیلي کرښې نه تیر نشي او په لبنان کې د دې کرښې او لیتاني سیند تر مینځ سیمه بې وسلې کړي چیرې چې یوازې وسلې او نظامي وسایط د لبنان اردو او په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله سوله ځواک پورې اړه لري.

پيوندونه: #اسرائیل , #غزه , #فرانسه

اړوند خبرونه