امریکا د اکتوبر د ۷ راهیسې اسرائیلو ته په سلګونو الوتکې وسلې او مهمات ورکړي دي

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د بریدونو د پيل نه راپدیخوا د امریکا له خوا له اسرائیلو سره د پوځي مرستو کچه په ډاګه شوه.

2081295
امریکا د اکتوبر د ۷ راهیسې اسرائیلو ته په سلګونو الوتکې وسلې او مهمات ورکړي دي

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د بریدونو د پيل نه راپدیخوا د امریکا له خوا له اسرائیلو سره د پوځي مرستو کچه په ډاګه شوه.

د اسرائیلو د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د امریکا لخوا د استول شوو وسلو او د دغو وسلو د محتوا او جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

امریکا تر دې دمه اسرائیلو ته ۲۳۰ الوتکې او ۲۰ کښتۍ ډکې وسلې لېږلي دي. په دغو وسلو کې د توپخانې مرمۍ، زغروال ګاډي او د پوځيانو لومړني جنګي تجهيزات شامل دي.

دغه خبر د اسرائیلو د دفاع وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په حواله ورکړل شوی او د دې مهماتو د کارولو د څرنګوالي په اړه یې معلومات ورکړي دي.

د چارواكو په وينا، په داسې حال كې چې اسرائیلي پوځ له جګړې څخه د مخه  خپل ډېرى مهمات كارولي وو، خو د حزب الله پر خلاف د جګړې د چمتووالي لپاره يي  خپل ګودامونه بیرته ډک کړي دي او جګړې ته پوره چمتووالی نیولی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د اسرائیلو پوځ د لبنان په پوله کې د برید او هوايي دفاع لپاره ځانګړې شوي مهماتو ته لاس ندی کړی. هر څه پخپل ځای پراته دي.

په خبر کې  دې ته په اشارې سره  چې په غزه کې ګواښ د تل ابيب له اټکل څخه ډیر زیات لوی وو او ټينګار يې کړى چې په نښتو کې د اسرائيلي پوځيانو د ځاني تلفاتو شمير ډير زيات لوړ دی او دغه حالت په خطرناکو سیمو کې د پوځیانو د فعالیت د اسانتیا په موخه د کارول شوو وسلو د څرنګتیا په اړه یو ځل بیا جنجالونه رامنځته کړي دي.



اړوند خبرونه