په اندونیزیا کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اندونیزیا په سولاویسی ټاپو کې د نکل په فابریکه کې د ذوب په داش کې د  چاودنې له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

2080849
په اندونیزیا کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اندونیزیا په سولاویسی ټاپو کې د نکل په فابریکه کې د ذوب په داش کې د  چاودنې له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پولیسو چارواکو ویلي چې د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري او د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې به  د فابریکې فعالیت وځنډول شي.

چارواکو ویلي چې د وژل شویو ۱۸ تنو کارګرانو له ډلې څخه ۸ یې چینایان دي . پدې پیښه کې  ۴۴ تنه کارګران ټپي شوي دي چې تر درملنې لاندې دي.

د سولاویسی د پولیسو مشر اګوس نوګروهو وویل چې د نوموړې پیښې د څیړولو په موخه یو ځانګړې ډله په دنده ګمارل شوې ده چې دا معلومه کړي چې ایا پدې پيښه کې د شرکت غفلت شتون لري او که نه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون وویل چې ددې پیښې د لامل د موندولو په موخه  سره د اندونيزيا له چارواکو سره په ګډه کار کوي.

په دې چاودنه کې چې د ډسمبر په ٢٤مه په دغه فابريکه کې د ذوب په داش  کې رامنځته شوه، د لومړنيو موندنو له مخې ۱۸ تنه کارګران مړه او ۴۴ تنه کارګران ټپیان شوي دي چې په روغتون کې  درملنې لاندې قرار لري. ویل کیږي د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

 

د نوموړې پيښې په اړه په لومړنیو تحقیقاتو کې د ذوب د داعش لاندې اوبلن چاویدونکي مواد موندل شوي دي. اټکل کیږي چې چاودنه د همدې امله رامنځته شوي وي.



اړوند خبرونه