امریکا د ایران پلوه کتایب حزب الله ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی، چې په عراق کې یې د کتایب حزب الله ډلې پر تاسیساتو چې ددوې پر پوځي هډو يي بریدونه کړي وو پراخه بریدونه کړي دي.

2080701

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ایران پلوه کتایب حزب الله ډلې په عراق کې پر امریکايي اډې د بې پيلوټه الوتکې پرمټ  برید کړی چې په نتیجه کې  درې امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

امریکايي ځواکونو ددې برید ونه وروسته  د امريکا د ولسمشر جو بایډن له حکم وروسته په عراق کې د کتایب حزب الله ډلې پر درېيو مرکزونو بريدونه کړي دي.

د ویلو ده چې پرون د عراق په شمال کې په اربیل کې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف پر هډې د ډرون الوتکو برید وشو چې  د اربیل په ملکي هوايي ډګر کې الوتنې وځنډول شوې.

د امریکا لخوا د کتایب حزب الله د ډلې پر تاسیساتو په بریدونو کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

اړوند خبرونه