د فرانسې د پلازمینې پاریس کې په یو کور کې د ۵ تنو مړي موندل شوي دي.
په پاریس کې په یو کور کې د مور او د هغه د ۴ ماشومانو مړي وموندل شول
د فرانسې د پلازمینې پاریس کې په یو کور کې د ۵ تنو مړي موندل شوي دي.
د پاریس څارنوالۍ وروسته د هغه چې د فرانسې د پلازمېنې پاریس په شمال کې د ماوکس په سیمه کې، په یوه کور کې د پنځو کسانو مړي وموندل شول د جنایت اړوند د تحقیقاتو پیلولو امر وکړ.
د پوليسو لخوا جاري شوي بيان کې له مخې په کور کې د يوې ښځې او ۴ تنکيو ماشومانو مړي موندل شوي او د ماشومانو پلار تښتيدلى دى.
د فرانسې پولیسو اعلان وکړ چې په سیمه کې یې د تښتیدلي ۳۳ کلن کس د موندلو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې د نوامبر په میاشت کې هم پاریس ښار د ورته یو بل جنایت شاهدي کړې وه. د پولیسو لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې یو ۴۱ کلن پلار د خپلو ۴، ۱۰ او ۱۱ کلنو ۳ لوڼو په وژلو اعتراف کړی او ځان یې تسلیم کړی دی. د اکتوبر په میاشت کې یو پولیس افسر خپلې درې لوڼې په خپل کور کې د وژلو نه وروسته ځان وژنه کړې وه.
پدې وروستیو کې په فرانسه کې ډله ایزو وژنو جدي اندیښنې راپارولي دي.