هنګري د اروپايي ټولنې د شورا او اروپا د پارلمان ترمنځه د کډوالو په اړه په نوې هوکړې نیوکې وکړې

هنګري د اروپايي ټولنې د شورا او اروپا د پارلمان ترمنځه د کډوالو او کډوالۍ په قانون کې د اصلاحاتو پر سر د موافقې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

2079610
هنګري د اروپايي ټولنې د شورا او اروپا د پارلمان ترمنځه د کډوالو په اړه په نوې هوکړې نیوکې وکړې

هنګري د اروپايي ټولنې د شورا او اروپا د پارلمان ترمنځه د کډوالو او کډوالۍ په قانون کې د اصلاحاتو پر سر د موافقې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان وویل چې د کډوالو او کډوالۍ په برخه کې  د اصلاحاتو موافقه چې د اروپايي اتحادیې  شورا او د اروپا پارلمان ترمنځه شوې ده .

" خامخا به  ناکامه شي".

اوربان په پلازمینه بوډاپست کې خبري غونډې ته ، د کډوالو او کډوالۍ په اړه د اروپایي ټولنې د  شورا او اروپا د پارلمان ترمنځه د نوې هوکړې په اړه ارزونې وکړې .

اوربان په دې استدلال سره چې دا تړون په بشپړ ډول غلط  دی ، وویل  "موږ په دې اړه لوی بحث درلود او ما ساعتونه نورو مشرانو ته تشریح کولو کې تیر کړل چې دا کڅوړه په بشپړ ډول غلطه ده."

اوربان وویل هغه څوک چې غواړي اروپايي ټولنې ته ننوځي باید له پولو بهر درخواست وکړي او وروستۍ پریکړې ته انتظار وباسي چیرې چې دوی دي.

اوربان دې ته په اشارې سره ، تر کومه چې اروپايي ټولنه  دا ډول چلند قبول نکړي، هر ډول موافقه او هوکړه چې وکړي هغه په ناکامۍ محکومه ده.  اوربان وویل چې د مهاجرت په اړه د هغه هیواد چلند یوازینی او مثالي بیلګه ده چې په اروپا کې کار کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالۍ له کړکیچ راهیسې، اروپايي ټولنه د دې حل په لټه کې ده چې څنګه وکولای شي چې  د غړو هیوادونو تر منځ پناه غوښتونکي وویشل شي او څنګه هغه کسان بیرته واستول شي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي. د "کډوالۍ او پناه غوښتنې تړون" چې د اروپايي اتحادیې کمیسیون لخوا ددې هدف لپاره چمتو شوی  خو د غړو هیوادونو ترمنځه د اختلافاتو  له امله تر اوسه پورې منل شوی ندی.



اړوند خبرونه