د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په تاشکند ( تاشکنت ) کې د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په تاشکند ( تاشکنت ) کې د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
اوزبیکستان ویلي دي چې د روسیې سفیر يي د روس سیاستوال زاخار پریلپین د هغې څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي روسیه باید د اوزبیکستان خاوره "الحاق " کړي احضار کړی دی.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې "د عادلې روسیې لپاره د حقیقت ګوند" مشر زاخار پریلیپین یوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې ویلي وو چې روسیه باید د اوزبیکستان خاوره الحاق کړي. د روسي سیاستوال دا څرګندونې قصدي پارونه او تحریکول دي . دا ډول څرګندونې د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغیزې کولی شي .
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د پریلیپین څرګندونې په اوزبیکستان کې له ژورې خواشینۍ سره مخ شوې او ویل شوي چې د روسیې په څېر د دوست هېواد د سیاسي ګوند د مشرانو دا ډول بې باکه او غیرې مسؤولانه څرګندونې د اوزبیکستان او روسیې ترمنځ د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو او اتحاد له روحیې سره سمون نه لري.
په اوزبیکستان د روسیې سفیر ویلي دي چې د پریلیپین څرګندونې د دوست او خپلواکه هیواد اوزبیکستان په اړه د روسیې د ادارې رسمي دریځ ندی او ویلي یې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پلان لري چې ډیر ژر د دې مسئلې په اړه وضاحت ورکړي.
له بلې خوا د اوزبیکستان د ولسي جرګې غړو د بهرنیو چارو له وزارته غوښتې چې روسیې ته یو یاداښت ولیږل شي او خبرداری ورکړي چې د اوزبیکستان له اساسي قانون سره مخالفت کول جرمي مسؤلیت دی.
د ویلو ده چې روسي سیاستوال پریلیپین، په یوه خبري کنفرانس کې، د اوزبیکستان او د پخواني شوروي اتحاد نور سوسیالیستي جمهوریتونو د روسیې سره د یوځای کولو وړاندیز کړی وو.