د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې په پوهنتون خونړی برید شوی
د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې په پوهنتون د وسله وال برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې په پوهنتون د وسله وال برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چک جمهوریت د پلازمینې پراګ په مرکز کې د کارلس پوهنتون د فلسفې پر پوهنځي وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۱۵ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د چک جمهوریت د پولیسو مشر مارتین وندراسیک د پېښې په اړه په خپل لومړني بیان کې ویلي، چې په برید کې تر ۱۵ ډېر کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
وانډراسیک یادونه وکړه چې بریدګر د ددې عام وژنې له ترسره کولو دمخه خپل پلار وژلی و، او زیاته کړه چې دې کس پلان درلود چې د پوهنځي په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د کنفرانس تالار ته له رسیدو دمخه يي دا وحشتناکه برید وکړ.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي دا برید په یواځې ځان پلان او ترسره کړی دی او د کوم ترهګریز سازمان سره تړاو نلري. پولیسو ویلي دي چې دا برید د ترهګرۍ سره کوم تړاو نلري.
د پوليسو دچارواکو لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې د لومړنيو ارزونو له مخې بريد کوونکى يواځې و او د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوی دی.
د بله پلوه د چک جمهوریت ولسمشر پیتر پاول او لومړي وزیر پیتر فیلا د پراګ په کارلس پوهنتون د وسله وال برید په اړه چې ۱۵ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی ډیر تند غبرګون وښود.
د چک جمهوریت ولسمشر په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې دې پیښې ډیر زیات متاثره او غمجن کړی دی دی. هغه ددې پيښې قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته د بیړنۍ شفاء غوښتنه کړې ده .
د چک جمهوریت لومړي وزیر فیالا هم ددې برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی
ویلي دي چې " د دې ناوړه عمل لپاره هیڅ توجیه نشته. ستاسو د ډیرو په څیر، زه د دې ناوړه عمل او شدت له امله ډیر زیات غمجن یم او دا د کرکې ډک عمل غندم ."
لومړي وزیر فیالا یو ځل بیا د وژل شویو کسانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.