امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندیو ازموینې وغندلې
امريکا ، جنوبي کوريا او جاپان په يوه ګډه اعلاميه کې د شمالي کوريا له خوا د دسمبر په ١٧مه او ١٨مه نېټه جاپان د بحيرې (ختيځ بحيرې) پر لور د دوو بېلابېلو بالستيک توغنديو توغول او ازموينه وغندله.
امريکا ، جنوبي کوريا او جاپان په يوه ګډه اعلاميه کې د شمالي کوريا له خوا د دسمبر په ١٧مه او ١٨مه نېټه جاپان د بحيرې (ختيځ بحيرې) پر لور د دوو بېلابېلو بالستيک توغنديو توغول او ازموينه وغندله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو د ازموینو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په بیان کې یادونه شوې چې د پیونګ یانګ روان "اشغال" د کوریا په ټاپو وزمه کې سیمه ییزه او نړیواله سوله او امنیت له خطر سره مخ کړی او ویلي یې دي: "امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د دسمبر په ۱۷ او ۱۸ مو نیټو د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو په ګډون د بین البراعظمي توغندیو ازموینه په کلکه توګه غندي.
په بیان کې د شمالي کوریا څخه د خپل اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو د پای ته رسولو غوښتنه تکرار شوې، او ویلي یې دي چې د پیونګ یانګ توغندي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.
له بلې خوا د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په یوه غونډه کې ، په خپله وینا کې د بالستیک توغندیو ازموینو ته اشاره وکړه.
کیم وویل چې بالستیک توغندي وښودله چې "که چیرې د دښمن لخوا اټومي وسلو ته وهڅول او تحریک امیزه اقدامات وشي ، دوې به هم د اټومي برید کې لنډي ونکړي."
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.