د اروپايي ټولنې شورا او اروپا پارلمان د کډوالو په اړه په ۵ اساسي نقطو سره په تفاهم ورسیدل
د اروپايي ټولنې شورا او اروپا پارلمان د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې په حقوقي چوکاټ کې په بشپړ توګه د بیا کتنې په موخه په ۵ اساسي سیاسي نقطو سره په تفاهم ورسیدل.
د اروپايي ټولنې شورا او اروپا پارلمان د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې په حقوقي چوکاټ کې په بشپړ توګه د بیا کتنې په موخه په ۵ اساسي سیاسي نقطو سره په تفاهم ورسیدل.
اروپايي ټولنې د شورا لخوا د خپور شوي بیان له مخې د شورا دوره يي مشر هیواد اسپانیا د اروپا د پارلمان سره د کډوالو په اړه د روانو مذاکراتو نه یوه ښه نتیجه ترلاسه کړه.
دواړه خواوې د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې په حقوقي چوکاټ کې په بشپړ توګه د بیا کتنې په موخه په ۵ اساسي سیاسي نقطو سره په تفاهم ورسیدل.
د اروپا د پارلمان لخوا د نوې لایحې د تصویب په صورت کې تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې د کډوالو او مهاجرت سیسټم لا په اغیزمنه توګه کار وکړي.
د اسپانیا د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې مارلاسکا ګومیز په خپور کړي بیان کې ویلي چې د موافقې په چوکاټ کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د مدیریت په ټولو پړاوونو کې د توافق شویو موضوعاتو په اړه خبرې کیږي.