په چین کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده
په چین کې د زلزلې په زرګونو کورونو ته زیان رسولی دی
2078094
په چین کې د ریښتر په کچه ۶،۲ درجې په شدت سره زلزله وشوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې زلزله کې تر اوسه پورې ۱۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه زلزله چې مرکز يې د لينزيا ښار و، د ګانسو او قينګ های ولايتونه يي هم اغېزمن کړي.
د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزله د ځمکې لاندې د ۱۰ کیلومترو په ژوروالي سره رامنځته شوې ده .
د لومړنیو اټکلونو له مخې په زلزله کې ۱۱۸ تنه مړه او تر ۴۷۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.
ویل کیږي په سیمه کې د زلزلې کوچني ټکانونه اوس هم دوام لري.
د چین د سنکیانګ اویغور خودمختاره سیمه هم نن سهار د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې په شدت سره زلزلې ولړزوله.
هلته د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.