شمالي کوریا د امریکا د ګواښ نه وروسته نن یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه.
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ بحیرې) په لور یو بین البراعظمي بالستیک توغندی توغولی دی.
شمالي کوریا یو ځل بیا یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه.
جنوبي کوریا او جاپان خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د جاپان د بحیرې (ختیځ بحیرې) په لور یو بین البراعظمي بالستیک توغندی توغولی دی.
د جاپان د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا لخوا د جاپان سمندر ته توغول شوی یو بین البراعظمي بالستیک توغندی د ۷۳ دقیقو لپاره په هوا کې پاتې شو او په شمال کې د هوکایډو په سواحلو کې ولویده.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو وویل چې اټکل کیږي چې توغندی د جاپان له ملي ځانګړي زون څخه بهر غورځیدلی وي.
د جاپان د ځمکني زیربنا او ټرانسپورټ وزارت ویلي چې په سیمه کې د هوا او سمندري عناصرو فعالیت ته کوم زیان ندی رسیدلی.
د سویلي کوریا د لوی درستیزو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شمالي کوریا په سیمه ایز وخت د سهار په ۸ بجو او ۲۴ دقیقو د ختیځ سمندر پر لورې یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وتوغوله او دې توغندي په هوا کې ۱۰۰۰ کیلومتره سفر وکړ. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سویلي کوریا پوځ بشپړ د تدابیرو او چمتووالي کچه لوړه کړې ده او د وضعیت په اړه د امریکا او جاپان سره هم سلامشوره شوې ده . دواړو هیوادونو ته د نوموړي توغندي په اړه لازم معلومات ورکړ شوي دي"
د جاپان رسمي کیوډو اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ، سویلي کوریا او جاپان حکومتي چارواکو په تیلیفوني تماس کې د توغندي ازموینه وغندله.
د سویلي کوریا میشته یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې شمالي کوریا سږکال پنځه بین البراعظمي بالستیک توغندیو ازموینې ترسره کړې چې وروستۍ ازموینه یې ننۍ وه.
د ویلو ده چې شمالي کوریا پرون هم په ځايي وخت د شپې په ۱۰:۳۷ دقیقو یو بالستیک توغندی ازمویلی وو.
دغه توغندی چې ۵۰ کیلومتره ارتفاع ته رسېدلی د کوریا ټاپووزمې په ختیځ ساحل کې ولوېد.
د جنوبي کوریا لوی درستیز دفتر تېره شپه اعلان وکړ چې دغه توغندی د لنډ واټن بالستیک ډول توغندی وو.