په مکسیکو کې د ځوانانو په یوې لمانځغونډې خونړی وسله وال برید شوی
د مکسیکو په ګواناجواتو ایالت کې پر یوې لمانځغونډې د وسله والو په برید کې ۱۲ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د مکسیکو په ګواناجواتو ایالت کې پر یوې لمانځغونډې د وسله والو په برید کې ۱۲ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د ایالت په سالوتیرا ښارګوټي کې د سان جوز ډیل کارمین فارم کې په جوړې شوې لمانځغونډې وسله وال برید شوی دی.
په برید کې ۱۲ تنو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۲ تنه ټپیان شول چې د ځینو حالت نازک دی. له برید وروسته پولیسو په پراخه کچه پلټنې پیل کړې.
د سالوتیرا ښار ښاروال جرمن سروینټس په خپله وینا کې د برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي "زه هغه پيښه چې نن سهار رامنځته شوې په کلکه توګه غندم. څارنوالي او امنیتي ځواکونه په پوره همغږۍ کار کوي او څه چې لازم وي هغه به وکړي."
په ګواناجواتو کې، په مکسیکو کې یو له هغو ایالتونو څخه دی چې تر ټولو زیات وژنې او بریدونه پکې ترسره کیږي. یواځې سږکال پدې ایالت کې په بریدونو کې ۳۰۲۹ کسان وژل شوي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.