اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو بندیزونو بسته قبوله کړه

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران پر روسیې د بندیزونو د ۱۲مې بستې په اړه په توافق ورسیدل، چې په کې د الماسو پر سوداګرۍ بندیز هم شامل دی.

2076956
اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو بندیزونو بسته قبوله کړه

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران پر روسیې د بندیزونو د ۱۲مې بستې په اړه په توافق ورسیدل، چې په کې د الماسو پر سوداګرۍ بندیز هم شامل دی.

په داسې حال کې چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو د سرمشریزې د لومړۍ ورځې غونډې دوام درلود، پر روسیې د بندیزونو په اړه د سرمشریزې د وروستۍ اعلامیې برخه له خبریالانو سره شریکه شوه.

په اعلاميه کې راغلي چې اروپايي ټولنه هوډ لري چې پر روسيې بنديزونه نور هم پياوړي کړي او په بشپړ او اغېزمن ډول يې پلي کړي.

د بندیزونو په دولسمه بسته کې د الماسو په ګډون د صادراتو نوي بندیزونه، د روسیې د تیلو عاید کمولو لپاره د تیلو د بیې د سختولو اقدامات او د بندیزونو د مخنیوي په وړاندې د مبارزې پیاوړي کول شامل دي.

په نویو بندیزونو کې چې بشپړ جزیات یې لا نه دي شریک شوي، د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د روسیې څخه د غیر صنعتي الماسو په وارداتو بندیز شامل دی.



اړوند خبرونه