جاپان ، انګلستان او ایټالیا په ګډه جنګي الوتکه جوړوي

د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا، د انګلستان  د دفاع وزیر ګرانټ شاپس او د ایټالیا د دفاع وزیر ګیدو کروسیټو  سره د جاپان په پلازمینه توکیو کې لیدنه وکړه.

2076647
جاپان ، انګلستان او ایټالیا په ګډه جنګي الوتکه جوړوي

د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا، د انګلستان  د دفاع وزیر ګرانټ شاپس او د ایټالیا د دفاع وزیر ګیدو کروسیټو  سره د جاپان په پلازمینه توکیو کې لیدنه وکړه. ویل کیږي نوموړو پدې لیدنه کې  په ګډه د جنګي جیټ  الوتکې د جوړولو پروژې د مهال ویش په اړه خبرې وکړي. د غونډې په پای کې د دفاع وزیرانو د پروګرام په چوکاټ کې د پرمختللو جنګي الوتکو د تولید لپاره د همغږۍ د بورډ د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د انګلستان  د دفاع وزیر شاپس په خپله وینا کې وویل چې هیڅ هیواد نه شي کولای دا ډول پروژه په یوازې توګه د لوړ مهارت او تجهیز په درلودلو سره پلي کړي. د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا په خپله وینا کې وویل: "په داسې حال کې چې موږ د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې له خورا پیچلي امنیتي چاپیریال سره مخ یو، د هوایي برتري خوندي کول یو له مهمو ننګونو څخه دی چې موږ یې باید ترلاسه کړو."

دغه تړون له مخې  چې وړاندوینه کوي تر ۲۰۳۵ کال پورې به جنګي الوتکې جوړې او په فعالیت به پيل وکړي، د هېوادونو د پارلمانونو له تصویب وروسته به عملي شي. د پروژې ګډ پرمختګ پړاو، چې د نړیوال جنګي هوایي پروګرام (GCAP) په نوم اعلان شوی، به په ۲۰۲۵ کال کې به پیل شي. د خبرپاڼې  له مخې، د دې پروګرام مرکز به  په انګلستان کې وي، مشر به يي له جاپان څخه انتخاب شي  او د سوداګریز سازمان مشران  به له ایټالیا څخه انتخاب شي.



اړوند خبرونه