د امریکا ولسمشر بایدن د لومړي ځل لپاره په غزه کې د اسرائیلو په چلند نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې اسرائیل په غزه کې د بې توپیره بمباریو له امله د نړۍ ملاتړ له لاسه ورکړی او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د اوږدمهاله حل لپاره خپل حکومت بدل کړي.

2075904
د امریکا ولسمشر بایدن د لومړي ځل لپاره په غزه کې د اسرائیلو په چلند نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي چې اسرائیل په غزه کې د بې توپیره بمباریو له امله د نړۍ ملاتړ له لاسه ورکړی او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید د اوږدمهاله حل لپاره خپل حکومت بدل کړي.

جو بایډن په واشنګټن کې د یوې خیریه غونډې په ترڅ کې پر غزې د اسرائیلو بریدونه او د نتنیاهو د حکومت راتلونکې په اړه ارزونې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو له خوا د شریک شویو یادښتونو له مخې، بایډن یادونه وکړه چې اسرائیل په غزه کې د خپلو بې توپیره بریدونو له امله د نړۍ ملاتړ له لاسه ورکوي.

بایډن د نتانیاهو حکومت د "اسرائیل په تاریخ کې ترټولو محافظه کار حکومت" په توګه په ګوته کولو سره وویل چې دا اداره د اسرائیل - فلسطین ستونزې پای ته رسولو لپاره د دوه دولت حل ملاتړ نه کوي.

جوبایډن ټینګار وکړ چې نتانیاهو باید د اسرائیل او فلسطین د ستونزې د اوږدمهاله حل لپاره خپل حکومت بدل او پیاوړی کړي.

د امریکا د ولسمشر د دغو څرګندونو په غبرګون کې د اسرائیلو دوو وزیرانو په خپلو لومړنیو رسمي څرګندونو کې ویلي چې تل ابیب به هېڅکله د فلسطیني دولت د جوړېدو اجازه ورنه کړي.

د اسرائیلو د مخابراتو وزیر شلومو کارهي په خپل پوسټ کې ویلي دي چې

"مګر موږ دلته ژوند کوو او دا زموږ هیواد دی. زموږ د پلرونو تاریخي میراث دی. دلته به هیڅ فلسطیني دولت شتون ونلري. موږ به هیڅکله اجازه ورنکړو چې د اردن سیند او بحر ترمنځ بل دولت جوړ شي."

وزیر ګیډون ساعار ادعا وکړه چې "اوسنی حکومت یوازینی ممکن حکومت دی."

ساعار، د اسرائیلي ورځپاڼۍ یدیعوت اخرونوت سره په مرکه کې  کې ویلي چې "اوس مونږ د ښو پریکړو ته بلکې اړینو پریکړو ته اړتیا لرو او دا اړینې پریکړې دي" او استدلال یې وکړ چې د حکومت منحل کول به "حماس، حزب الله او ایران ته لا زیات جسارت ورکړي".

 

جو بایډن پرون سهار له نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یوځل بیا  په غزه کې د ملکي وګړو د نه په نښه کولو په اړه  د تدابیرو د نیولو غوښتنه وکړه .

همداشان د اسرائیل لومړي وزیر نتانیاهو  د بایدن سره د لیدنې نه وروسته وویل چې د امریکا له ادارې سره  په سیمه کې د عملیاتو د بشپړیدو نه وروسته وضعیت په اړه اختلاف د نظر لري. امریکا غواړي چې د عملیاتو نه وروسته ددې سیمې اداره د فلسطین مرکزي حکومت ته ورکړي چې دا ناشونې ده.



اړوند خبرونه