د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې زه د یو صهیونست په توګه د اسرائیلو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوم.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا په غزه کې پر روان قتل عام سترګې پټې کړې او د اسرائیلو نه يي خپل ملاتړ اعلان کړ

2075476
د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې زه د یو صهیونست په توګه د اسرائیلو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوم.

د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل چې زه د یو صهیونست په توګه د اسرائیلو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکوم.

د امریکا ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال اعلان وکړ چې امریکا به تر هغه وخته له اسرائیلو سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي تر هغه چې د حماس مسئله په بشپړه توګه یو طرفه شي. بایډن د دې خبرې په ټینګار  سره چې هغه یو صهیونیسټ دی، وویل "که چیرې اسرائیل نه وای، نو په نړۍ کې به یو تن یهودي هم خوندي او په امن کې نوی."

بایډن وویل چې د یهودي ټولنو سره د هغه  ښې او ګرمو اړیکې د بحث وړ ندي. زه چې کوم څه  د یهودي ټولنې په وړاندې احساسوم د بیان وړ ندي. هغه وویل: "څو کاله وړاندې، کله چې ما وویل چې د صهیونیسټ کیدو لپاره لازم ندی چې تاسې یهودي شۍ او زه صهیونیسټ یم، یو زیات شمیر برخو پر ما ډیرې سختې نیوکې وکړې. "

بایدن د خلکو ملاتړ ته د پام اړولو سره وویل ، 'موږ باید محتاط واوسو ، پدې برخه کې باید د ډیر احتیاط نه کار واخیستل شي . ځکه چې "د ټولې نړۍ د خلکو نظر ممکن په  یوه شپه کې بدل شي، موږ به دې ته اجازه ورنکړو."



اړوند خبرونه