ستولتنبرګ : اوکراین په جګړه کې د بدو خبرونو لپاره باید چمتوالی ولرو

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی باید د روسیې او اوکراین په جګړه کې د بدو خبرونو لپاره چمتو وي او د اوکراین ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.

2072096
ستولتنبرګ : اوکراین په جګړه کې د بدو خبرونو لپاره باید چمتوالی ولرو

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی باید د روسیې او اوکراین په جګړه کې د بدو خبرونو لپاره چمتو وي او د اوکراین ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ دا څرګندونې د آلمان د ARD تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وويل "(په اوکراين کې) موږ هم بايد د بدو خبرونو لپاره چمتو واوسو. جګړې په تدريجي ډول پرمختګ کوي، خو موږ بايد په ښه او بد وخت کې د اوکراين تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو."

سټولټنبرګ د دې په بیانولو سره چې د روسیې او اوکراین جګړه د ضعیفولو او لوژیستیکي جګړه ده، " هلته د جګړې د ډګر د ریښتینې وضعیت په اړه هیڅ ویلی نشو ، ځکه چې جنګونه د طبیعت له مخې غیر متوقع دي. خو زه یوه خبره کوم ، هر څومره ډیر چې د اوکراین نه ملاتړ وشي په همدې انداره دا جګړه ژر پایته رسیږي. "

ستولتنبرګ وویل مونږ غواړو چې خلک په دې پوه شي چې د روسیې لخوا ددې  جګړې ګټل به د اوکراین لپاره یوه تراژیدي وي، بلکې د لویدیځ لپاره هم یو ستر خطر دی "دا به زموږ په ګټه وي چې ډاډ ترلاسه کړو چې جګړه اوکراین وګټي."

سټولتنبرګ وویل ، یوه بله ډیره مهمه مسئله چې مونږ باید ورته جدي پاملرنه وکړو هغه د اروپا دفاعي صنعت دی چې له بده مرغه دم ګړۍ تیت او پاشان دی.

"لکه څرنګه چې لازم دی مونږ په ګډه کار نه کوو. زه نه غواړم دا مهال څوک ملامت کړم. مګر زه فکر کوم چې ددې خبري لامل  د خپلو شخصي ګټو په اړه فکر کول دي، د خپل استخدام په اړه فکر کول دي، تنګ نظري ده. د ټول ناټو سازمان د ګټو نه خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکول دي. مونږ باید تنګ نظري ونکړو، د ټول ناټو سازمان په اړه باید فکر وکړو. د مهماتو د زیات طلب له امله بیې په چټکۍ سره مخ په لویدو دي چې ددې باید مخه ونیول شي. ځکه چې مونږ پدې برخه کې جدي اړتیاوې لرو.



اړوند خبرونه